انصار: ( د وری 27مه)، یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، ایران پر اسراییل تر برید مخکې د سویس له لارې له امریکا سره اړیکه نیولې وه.
دغه چارواکي چې د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم د نه اخيستلو غوښتنه وکړه، وويل چې امريکا او ايران د سويس په مټ څو ځلې مستقيمې اړيکې ساتلي. په تهران کې د سویس سفارت د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه یادیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ادعا کړې چې هېواد یې پر اسرائیلو له برید ۷۲ ساعته مخکې په دې اړه د سیمې هېوادونو ته خبر ورکړی و، خو امریکايي چارواکي ویلي چې دا خبره سمه نه ده.
د اسراييلو د دفاع وزارت وايي، ايران د لسو کروز توغنديو په ګډون له ۲۰۰ ډېرو بې پيلوټه الوتکو او راکټونو سره پر دغه هېواد بريدونه کړي دي.
ایراني چارواکي وايي، پر اسرائیلو بریدونه پای ته رسېدلي، خو خبرداری ورکوي چې که اسرائیل پر ایران د بل برید هڅه وکړي، سخت ځواب به ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31097